امریکا د دوشنبې پر ورځ په افغانستان کې د داعش خراسانۍ وسلوالې څانګې پر ۳ مشرانو او یو بل کس، چې مالي ملاتړي یې نومول شوي؛ بندیزونه ولګول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس په افغانستان کې د داعش د خراسانۍ ډلې امیر ثناغفاري، ویاند سلطان عزیز اعظم او د کابل ولایت مشر مولوي رجب د نړیوالو تروریستانو په توګه ونومول.
پرایس ویلي، چې دا کار به مو بریالي کړي، چې افغانستان نور د نړیوال تروریزم ځاله نشي.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، امیر ثنا غفاري یا شهاب المهاجر د ۲۰۲۰ کال په جون کې د داعش د خراسانۍ څانګې مشر وټاکل شو، چې په ټول افغانستان کې د داعش د عملیاتو او د دغې څانګې د عملیاتو د بودیجې مسوول دی.
مولوي رجب د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د داعش د خراسانۍ څانګې یو له مهمو قومندانانو څخه دی. هغه د داعش عملیات پلانوي او د هغو ډلو مشري هم لري، چې په کابل کې بریدونه ترسره کوي.
د امریکا د خزانې وزارت هم عصمت الله خالوزی نومی په تورنوملړ کې نیولی او هغه یې د اسلامي دولت د خراسان ولایت د مالي ملاتړي او له ترکیې څخه یې د نارسمي پیسو پر لیږدولو تورن کړی دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د څارنې دفتر مشرې اندریا ګاکي ویلي؛ امریکا هوډ لري، چې د داعش خراسانۍ څانګه او د هغې غړي له نړیوال مالي سیستم څخه په افغانستان او بهر کې د تروریستي اعمالو د ملاتړ لپاره ګټه پورته نکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې تېره اوونۍ د امنیت شورا ناستې ته د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته د دغه هېواد د وضعیت په اړه خپله ځانګړې ارزونه وړاندې کړه او څرګندوي، چې د داعش خراسانۍ څانګې وده کړې او اوس په نږدې ټولو ۳۴ ولایتونو کې شتون لري.
داعش د کابل په شیعه مېشته سیمه کې د هغو دوه چاودنو مسوولیت منلی، چې تېره اوونۍ وشوې او لږ تر لږه یې یو کس وواژه او شپږ نور ټپیان شول.
دا په داسې حال کې ده، چې له یوې خوا امریکا پر داعش د بریدونو ګواښونه کوي او له بلې خوا د اسلامي امارت د ویاندویانو د څرګندونو له مخې؛ د کابل ښار په شمالي څنډو کې د داعش ځالی له منځه وړل کیږي؛ مرګ و ژوبله وراوړي او نیول شوي هم دي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/24111